
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو امر باالمعروف اداره وایي، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې یې د موسیقۍ اوریدلو او غږولو ۹۵ الې سوځولي دي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امر باالمعروف ریاست ویلي، دغه الې یې په یادې ولسوالۍ کې د خلکو لخوا د کارولو پر مهال په بېلا بېلو وختونو کې را ټولې کړي دي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډلې په افغانستان کې موسیقي بنده کړې او هیڅوک حق نلري، چې موسیقي وغږوي.
دغه ډلې د ننګرهار سربیره په ګڼ شمېر ولایتونو کې د موسیقۍ الې تر را ټولولو وروسته سوځولي دي.