
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
ایراني رسنیو ویلي چې تر دې وروسته بېاسناده افغان کډوال په خپل سر د دوغارون له لارې افغانستان ته نهشي تلای.
اېراف خبري شبکې نن په یوه راپور کې زیاته کړې چې، دغه کډوال به لومړی د حسناباد او سفید سنګ پنډغالو ته ځي او هلته به قانوني پړاوونه بشپړوي.
په راپور کې د ایراني چارواکو له قوله زیاته شوې چې، دوی دا کار د افغان کډوالو د انساني کرامت او خدمت لپاره کړی دی؛ ځکه چې په دغه پنډغالو کې افغانانو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.
سرچینه وايي، چې په دغه پنډغالو کې تر قانوني پړاوونو تېرولو وروسته کډوال په اسانه دوغارون ته تلای او له هغه ځایه افغانستان ته ستنېدای شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دغه هېواد کې مېشتو بېاسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي؛ کنه پولیس به یې په جبري توګه له دغه هېواده وباسي.
تازه افغانستان کې دکډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، پرون ۲۴۸۳ کسان له ایران نه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.