
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یوې میرمنې پخپل کور کې ځان زندۍ کړی او مړه شوې ده.
په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، دغه پېښه د سره رود ولسوالۍ په موی مبارک سیمه کې پرون رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي، یادې مېرمن ۲۶ کاله عمر درلود او د سره رود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه، چې د کورنۍ تاوترېخوالي له کبله یې ځان وژنه کړې او دوی هم د یادې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ځآن وژنې پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.
خوست، ننګرهار، کندهار، هرات او ګن نور هغه ولایتونه دي، چې په کې د ځآن وژنې پېښې زیاتې ثبت شوي دي.