افغانستانخبرونه

د پنجشیر ۳۷۰۳ قیراط زمرد په ۲۸,۵۰۰ ډالرو پلورل شوی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۵مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د پنجشیر ولایت د مقام ویاند سیف‌الدین لتون اعلان وکړ چې په یوه رسمي لیلام کې، د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳۷۰۳ قیراط زمرد په ۲۸,۵۰۰ امریکايي ډالرو کورنیو سوداګرو باندې پلورل شوي دي.

د پنجشیر د زمردو کانونه، چې له پخوا راهیسې د افغانستان د قیمتي جواهراتو د یوې مهمې سرچینې په توګه پېژندل شوي، طالبانو یې په پراخه کچه د کیندنې چارې پیل کړي دي.

دوی ادعا کوي، چې له دغه سرچینو څخه د کار موندنې ترڅنګ د هېواد په عوایدو کې زیاتوالی هم رامنځته کیږي.