افغانستانخبرونه

بدخشان کې د موټر چپه‌کېدو پېښه کې ۳تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

بدخشان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «ارګو» ولسوالۍ کې د مازدا موټر د چپه‌کېدو له امله درې کسان مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه د «ارګو» ولسوالۍ په «سرای‌دره» سیمه کې شوې ده.

د پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه بلل شوې او د ځایي مسوولینو په وینا چې په پېښه کې دوه ماشومان ژوبل دي.

په وروستیو کې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې ډېرې ترافیکي پېښې خونړۍ دي چې یوازې د کندهار – کابل په لاره په دوو ترافیکي پېښو کې له سلو ډېرو کسانو ژوند بایللی دی.