افغانستاناقتصادخبرونه

پنجشېر کې د ۶۱ میلیون افغانیو په لګښت ۴۰ پروژې بشپړې شوې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پنجشېر په «پریان» او «دره» ولسوالیو کې د ۴۰ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې چې دا ۴۰ پروژې د «اکتید» موسسې له لوري پلې شوې چې  د اوبو لګولو کانالونه، کانکریټي او خام سړکونه، ساتندوی دېوالونه، پلې لارې او نورې بېلابېلې پروژې پکې شاملې دي.

په ورته مهال د طالبانو باختر اژانس په راپور کې ویل شوي چې دا ۴۰ بېلابېلې پروژې د ۶۱ میلیون، ۸۳۸ زره، ۱۵۴ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

بلخوا د پنجشېر اوسېدونکي د دې پروژو بشپړېدو ته خوښ دي او په دغه ولایت کې د ورته نورو بنسټیزو کارونو د پيلېدو غوښتنه کوي. 

په وروستیو کلونو کې د پنجشېر په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ورته سلګونه پروژو چارې بشپړې شوې او همداراز اوسمهال هم په ځینو ولایتونو کې د بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې دي.