افغانستانټیکنالوژيخبرونه

په څلورو نورو ولایتونو کې هم پر نوري فایبر انټرنیټ مطلق بندیز ولګېد

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

کندوز ولایت کې طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په تخار، بغلان، بدخشان او کندوز ولایتونو کې هم پر نوري فایبر انټرنیټ مطلق بندیز ولګېد.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بندیز د طالبانو د مشر، ملا هبت الله په امر، له منکراتو د مخنیوي په موخه لګول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، له بلخ وروسته په کندهار، ارزګان، هلمند، نیمروز او اوس په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې هم پر نوري فایبر د انټرنیټ بندیز لګېدلی دی.

سرچینې وايي، چې له تېرې شپې د هېواد په سویلي حوزه کې د بېسیم انټرنیټ هم محدود او یا بند شوی دی.

طالبانو په اړوندو اعلامیو کې ویلي، چې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له هېواد کې دننه بدیلې لارې ورته وګوروي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.