خبرونهنړۍ

ایران کې د ګازو له امله چاودنې ۶ تنه ووژل

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران هېواد په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د ګازو له امله رامنځته شوې چاودنه کې ۶ تنه ووژل شول.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په هواز ښار کې د یوې استوګنیزې ودانۍ کې د ګازو له امله چاودنه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې ۶ تنه ووژل شول.

د راپورونو له مخې، چاودنې ودانۍ ته سخت زیان رسولی او ودانۍ په بشپړه توګه وران شوې ده.
ایراني چارواکو د پېښې په اړه لا نور جزئیات نه دي ورکړي، خو پلټنې یې پیل شوي دي.