افغانستاناقتصادخبرونه

طالبان د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو هڅه کې دي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له خپل ایراني سیال سیدمحمد اتابک او مل پلاوي سره کتلي.

په دې لیدنه کې ویل شوي چې، د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه باید تر ۱۰ مېلیارد ډالرو ورسېږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه ایراني پلاوي سره د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په بندرونو کې د شته ستونزو، بانکي اسانتیاوو، ګډو اقتصادي کمېټو پر فعالېدو او د ټرانزیتي همکاریو د لاپیاوړتیا په برخو کې هوکړې ته رسېدلې دي.

ایراني لوري هم د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.