خبرونهنړۍ

د چارلي کرک وژونکي ته د اعدام غوښتنه وشوه

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالاتونو په سالټ لیک ښار کې د دغه هېواد د ولسمشر نږدې همکار چارلي کرک د وژنې قضیه کې تورن کس ټایلر رابنسن ته د اعدام غوښتنه شوې.

د را پورونو له مخې؛ رابنسن د ویډیو لینک له لارې د پرووو په محکمه کې حاضر کړای شو، چې د څارنوال لخوا ورته د اعدام حکم غوښتنه وشوه.

پر رابنسن د وژنې او شواهدو پاکولو په ګډون ۷ تورونه لګول شوي دي.

څارنوال ویلي، تورن خپل روم میټ ته لېږل شویو پیغامونو کې جرم منلی او ویلي یې دي چې د چارلي کرک د کرکې له امله یې هغه وژلی.

د یادونې وړده، چې د چارلي کرک د وژنې قضیه به د سپتمبر پر ۲۹ یو ځل بیا په محکمه کې بحث شي.