افغانستانخبرونه

د طالبانو امر بالمعروف وزارت د رواني ناروغانو راټولولو خبر ورکړ

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي، په څو وروستیو ورځو کې یې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۱۵۱۰ رواني ناروغان راټول کړي دي.
د وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وویل، دا کار د طالبانو د مشر حکم پر اساس ترسره شوی او خلک د «سره میاشت» ریاست ته لېږل شوي ترڅو د هغوی درملنه وشي یا په دارالمجانین کې وساتل شي.

نوموړي زیاته کړې، ډېر ناروغان د هرات او فاریاب ولایتونو څخه راټول شوي، خو نور هم له کابل، میدان وردک، زابل، بدخشان، قندوز، تخار، هلمند او نورو ولایتونو څخه را ټول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اټکل له مخې؛ هر څو تنو څخه یو یې په رواني ناروغۍ اخته دی.