افغانستانخبرونه

د دین اړین مسائل به محصلینو ته تدریس شي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم ویلي، چې په پوهنتونونو کې به د دین اړین مسائل محصلینو ته تدریس شي.
هغه وویل، پوهنتونونه یوازې عصري علومو ته نه دي محدود، بلکې دیني او اخلاقي زده‌کړې هم ضروري دي.
هغه زیاته کړې، د طالبانو تمرکز په ښوونځیو جوړول او د دیني زده‌کړو پراختیا دی.

د نوموړي په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې دغه ډلې په ټول هېواد کې ګڼ دیني ښوونځي جوړ کړي او د دیني زده‌کړو نصاب یې په پوهنتونونو او نورو تعلیمي مرکزونو کې شامل کړی دی.