
کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ یوې سرچینې ویلي، چې یوه تنکی ځوان عليسینا د هوتقول د انګوري کلي اوسېدونکی په فجیع بار ډول وژل شوی دی.
د را پور له مخې؛ عليسینا د جمعې په ماښام ورک شوی و، او د دوشنبې په سهار د هوتقول په کهنهده سیمه کې د هغه مړی په داسې حال کې موندل شوی، چې سر یې له تنې جلا شوی وو.
د سرچینو په وینا، په دې قضیه کې نیول شویو دوه کسانو پخپل جرم اعتراف کړی.
دوی ویلي چې عليسینا یې د موټر سایکل لپاره وژلی دی.
دواړه د هوتقول او انګوري اوسېدونکي دي او اوس د طالبانو په بند کې دي.