افغانستانځانګړي برخهراپورونه

 صالح: د ملګرو ملتونو مشر طالبانو ته د احمق خطاب کړی

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر پخواني مرستیال امرالله صالح وايي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو پالیسیو ته په کتلو د دغې ډلې کړنې احمقانه بللې دي.

امرالله صالح پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې لومړی ځلی دی چې پر يوه هېواد واکمنې يوې ډلې ته د احمق کلیمه کارول کېږي.

صالح ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش یو محتاط سړی و او خپلې خبرې یې په دقت سره غوره کړې.

پخواني مرستیال ولسمشر په دوحه کې د اسلامي او عربي هېوادونو د بیړنۍ غونډې لپاره د طالبانو د نه بلل کېدو په اړه هم ويلي : ((د طالبانو ډله په اسلامي نړۍ کې نه درناوی لري او نه هم په نړیوالو سازمانونو کې.))

دی په دې باور دی چې د طالبانو اوسنۍ انزوا په خپل ډول کې بې سارې ده چې نه يې په اسلامي نړۍ کې ځای شته، نه نړیوالې ټولنه کې او نه هم نړیوالو سازمانونو کې ورته درنښت او ځای ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې په یوه خبري کنفرانس کې د کونړ د زلزله ځپلو لپاره د مرستو په عملیاتو کې د ښځو د ګډون اجازه نه ورکول (احمقانه) کړنه وبلله.

ښاغلي ګوتریش وویل هغه څه چې طالبان په افغانستان کې د ښځو د کار سره کوي ـ نه یوازې د زغملو وړ دي، بلکې احمقانه هم دي.

امرالله صالح، چې د طالبانو ضد سیاستوال دی، لیکلي: ((ما څو ځله ویلي دي چې دا غوره ده چې اوسني وضعیت ته طالبانستان ووایو او د افغانستان د بیارغونې او جوړېدو لپاره مبارزه وکړو.))

ښاغلي صالح ټینګار وکړ چې ټول سپکاوی د طالبانو ډلې ته متوجه دی، نه د افغانستان هیواد ته.

د تېر حکومت دغه  پخواني چارواکي ټینګار کړی چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ باید تل توپیر وشي.

صالح د ملګرو ملتونو د سرمنشي د (زړورتیا او تفاهم) ستاینه وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د هغه تر څنګ ودریږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په مکرر ډول د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه، په شمول د زده کړې او کارموندنې بندیزونه، نیوکه کړې او دا یې په افغانستان کې د بشري خدماتو او پرمختګ په وړاندې یو جدي خنډ بللی دی.