افغانستانخبرونهراپورونه

د طالبانو پرله‌پسې بندیزونه؛ خلک ولې چوپه خوله دي؟

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وږی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مشر پرله‌پسې فرمانونه ورکوي چې د خلکو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی، خو دا چې خلک ولې چوپ دي، کابل ټیلیګراف په دې اړه د عامو خلکو او ځینو طالب چارواکو سره خبرې کړي دي.

د افغانستان له ولایتونو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په شمال، ختیځ او سویل کې تر لسو زیاتو ولایتونو یا شاوخوا درېیمه برخه ولایتونو کې د نوري فایبر په نوم چټک انټرنېټ بند شوی دی.

طالبانو تر اوسه د ښځو پر زده کړو د بندیز سربېره داسې نور ګڼ فرمانونه هم ورکړي چې خلک نور ترې تر پوزې راغلي دي.

خلک څه وایي؟
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وایي: «له سترګو مو خوب تښتېدلی دی، بیخي ګنګس او حیران یم چې دا څه روان دي. غم او فکر په خبرو او قیصو بدلېږي، خو له موږ دا هم اخیستل شوی دی. پر فیسبوک پوسټ او نیوکه نه شو کولی، په واټس‌اپ ګروپونو کې څه نه شو ویلي او حتی په لاره او کوڅو کې هم له خبرو کولو وېره لرو.»

دی وایي چې څوک د فرمانونو په اړه خبرې وکړي، نو د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول کېږي.

د طالبانو یوه چارواکي هم کابل ټیلیګراف ته وویل چې په دې اړه هېڅ تبصره نه شي کولی.

دغه چارواکی په خپله څه موده مخکې پر اېکس‌پاڼه د یوې اندېښنې د خپرولو له امله د استخباراتو له لوري نیول شوی و.

دی وایي: «ډېری طالبان خفه دي او حیران دي، خو زما غوندې یو هم څه نه شي ویلي. که یې څه وویل، زما غوندې به نیول کېږي، شکنجه به کېږي او زندان ته به اچول کېږي. نور زه پخپله هم ستړی یم.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وایي، کله چې فاروق اعظم، جنرال مبین او نور طالب مشران نیول کېږي، نو د عامو خلکو نیول کېدل خو بیخي عادي خبره ده.

دی وایي: «بیخي جالبه ده چې هر څه وشي، دا خلک به لکه مېږې چوپ وي او څوک نر دی چې خبرې وکړي چې وه ملا هبت‌الله دا دې څه شروع کړي دي؟»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم نیولی او زندان ته یې اچولی دی.

هغه د دې له امله نیول شوی دی چې د ښځو پر زده کړو د خپل مشر فرمان ننګولی و.