خبرونهنړۍ

امریکایي هنرمند جیمز د خپلې میرمن او لور سره یو ځای وژل شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د امریکا متحده ایالاتونو مشهور سندر غاړی برېټ جیمز د شخصي الوتکې د غورځېدو له امله د خپلې لور او میرمنې سره یو ځای وژل شوی دی.

د را پورونو له مخې؛ نوموړی پخپلې شخصي الوتکه کې د امریکا د نشویل ښار اړوند د جان سي ټيون هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه خو د سهار شاوخوا ۳ بجې یې د شمالي کارولاینا په سیمه فرانکلن کې د یوه ښوونځي څېرمه غورځېدلې ده.

امریکایي رسنیو ویلي، چې د پېښې اړوند الوتکه د برېټ جیمز په نوم ثبت وه، خو د پېښې د رامنځته کېدو لامل ندی روښانه شوی.