افغانستانخبرونهځانګړي برخه

ترافیکي پېښو په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۱۲۰۰ډېر کسان مړه کړي

کابل ټیلیګراف د تلې ۳مه ۱۴۰۴ لمریز کال

په دې وروستیو کې په افغانستان کې ټرافیکي پېښې او له کبله یې خلکو ته په اوښتې مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی  چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو ریاست رسنیو ته ویلي، چې د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۲۰۰ ډېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه شمېره د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د طالبانو د ټرافیکو عمومي ریاست په دې تړاو په رسمي ډول بیا څه نه دي ویلي.

له بل پلوه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) معلومات ښیي، افغانستان د هغو هېوادنو په کتار کې راځي چې په کلني ډول په‌کې د ټرافیکي پېښو او مرګ ژوبلې کچه خورا لوړه ده.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې؛ هرکال په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له کبله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
یوازې د تېرې اګسټ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې په لسو ټرافیکي پېښو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د اګسټ میاشتې په ۱۹مه نېټه د افغانستان په لوېدیځ هرات کې یوازې په یوې مرګونې ټرافیکي پېښه کې شاوخوا ۸۰ کسان مړه شول.

د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه د عمومي سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې احتیاطي، او د ترافیکي قوانینو نشتون یادېږي.