افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو ځنډ وروسته انټرنیټ او ټلیفوني شبکو په فعالیت پیل وکړ

کابل ټیلیګراف د تلې ۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو له لورې دوه ورځې وړاندې په ټول افغانستان د انټرنیټ او ټلیفوني خدمتونه تړل شوي و، چې نن مازیګر ناوخته یې یو ځل بیا په فعالیت پیل وکړ.

سرچینو ویلي، چې انټرنیت د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په مستقیم امر بند شوی و، خو د رئیس الوزرا او وزیرانو شورا په حکم ېې بیرته فعالیت پیل کړی دی.

دغه سرچینو ویلي، چې لا هم کندهار کې د طالبانو مشر د انټرنیټ فعالیت پیل سره هوکړه نده کړې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، انټرنیت مستقیماٌ د ملا هیبت الله په امر بند شوی و او لامل یې هغه د نیټ کارول ګناه بللې وه.