افغانستانخبرونهځانګړي برخه

حقاني او  ژاوشینګ د اړیکو په پراختیا خبرې کړي

تېلیګراف ـ دوشنبه د ثور ۷مه/  دطالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ سره کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې کړي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن دوشنبه پر اېکسپاڼه دغه خبر لیکلی دی.

قانع زیاته کړې چې، په دې ناسته کې ټینګار وشو چې افغانستان د عمومي ثبات غوښتونکی دی او تمرکز يې د خپلو ستونزو په هواري او د ولس په هوساینه دی.

همدارنګه په دې ناسته کې د سیمې هېوادونو اړوند مسایلو کې د چین د هڅو یادونه هم شوې ده.