افغانستاناقتصادخبرونه

د سمنګان له شباشک کان نه ورځ کې۲۰۰ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي

تېلیګراف ـ دوشنبه د ثور ۷مه/  د طالبانو د حکومت دشرکتونو عمومي ریاست وایي، چې د سمنګان ولایت د شباشک ډبرو سکرو کان نه هره ورځ ۲۰۰ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي.

یادې ادارې ویلي، چې د دغه کان د زېرمو د پلور تړون یې له دوو پانګه‌والو سره لاسلیک کړی.

طالب چارواکي وايي، چې په دغه کان کې ۱۵۰کسان په کار بوخت دي او د نورو کلونو پرتله یې په تولید کې زیاتوالی راغلی.

دوی زیاتوي، د یاد کان د سکرو حرارت تر ۶۵۰۰پورې رسېږي چې د کیفیت له اړخه هم پیاوړي دي.

د دغه ډبرو سکرو د کان تخنیکي برخې کارکوونکي وايي، ورځنی تولید یې تر ۲۰۰ټنه اوړي او چمتو دي چې د بازار هره اندازه تقاضا پوره کړي.

طالبانو د دغه کان د نوي قرار داد په اړه نور جزییات نه‌دي‌ ورکړي.