افغانستانخبرونهځانګړي برخه

تازه خبر: پاکستان د کونړ پوهنتون د محصلینو پر لیلیه توغندي توغولي

تېلیګراف ـ دوشنبه د ثور ۷مه/  ځایي سرچینو رسنیو ته تایید کړه چې د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا د کونړ مرکز اړوند یارګل سیمه کې توغندیز بریدونه کړي دي.

ځایي خلکوایي چې، په دغو بریدونو کې د کونړ پوهنتون لیلیه هم په نښه شوې ده.

د یاد پوهنتون یو شمېر محصلینو تیلیګراف ته وویل چې،د بریدونو ډیری قربانیان ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

 په دې بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېر په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان له تېرې کابو دوه میاشتو راهیسې پر افغان هوایي او ځمکني بریدونه کوي، خو په مقابل کې بیا طالب لوړ پوړي چارواکي چوپه خوله دي چې، دې چارې عام افغانانو ته ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي.