افغانستانخبرونهځانګړي برخه

ضمیرکابلوف نن طالب چارواکو سره د لیدنو لپاره کابل ته راځي

تېلیګراف ـ سې شنبه د ثور ۸مه/د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف سفر تایید کړ.

یاد وزارت ویلي، کابلوف به نن د بهرینو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او نورو مسوولانو سره وګوري.

دغه راز به کابلوف افغان چارواکو سره په سیاسي، اقتصادي او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې او ناستې ولري.

تر دې وړاندې روسي رسنیو ویلي و چې کابلوف د مشورو لپاره کابل ته تللی او افغان چارواکو سره به د څو اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

روسي رسنیو زیاته کړې وه چې، دغه راز به کابلوف د افغانستان په ګډون د سیمه‌ییز تعامل په پیاوړتیا هم له طالب چارواکو سره خبرې اترې ولري.