افغانستانخبرونهلوبې

ملي شل اوریز جام سیالۍ راتلونکې میاشت پیلېږي

تېلیګراف ـ سې شنبه د ثور ۸مه/ کرکټ بورډ وایي چې د کورني کرکټ د کلني مهالوېش له مخې به د «امید وطن» په نوم د ملي شل اوریز جام سیالۍ راتلونکې میاشت پیل شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د راتلونکي مې میاشتې پر ۲مه نېټه د هيواد د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د کندوز په کوربه‌ توب پيل شي.

کرکټ بورډ پرون دوشنبه د دغو سياليو لپاره د لوبډلو نوملړونه اعلان کړل.

په ټاکل شوو نوملړنو کې نجیب الله ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، اعجاز احمدزی، ذبید اکبري او عمران میر د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د دغو سیالیو موخه د کورني کرکټ پیاوړتيا او د ملي، الف او نوولس کلنو لوبډلو لپاره د وړ لوبغاړو موندل دي.

د یادوني وړ ده چې ملي شل اوریز جام سیالۍ هر کال ترسره کېږي.