خبرونهنړۍ

په وینزویلا کې زورورو زلزلو پراخ زیانونه اړولي

د سویلي امریکا په هېواد وینزویلا کې دوو پرله‌پسې زورورو زلزلو پراخه مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.
د راپورونو له مخې، لومړۍ زلزله د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۲ او دویمه له هغې لږ وروسته د ۷ اعشاریه ۵ درجې په شدت رامنځته شوې چې د پلازمېنې کاراکاس په ګډون یې په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه ودانۍ نړولې دي.
د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې ویلي چې تر اوسه د ۳۲ کسانو مړینه او د ۷۰۰ څخه د زیاتو نورو ټپي کېدل تایید شوي، خو د ژغورنې د عملیاتو له دوام سره د تلفاتو د زیاتېدو وېره هم شته.
چارواکو په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او د ژغورنې او مرستو پراخ عملیات یې پیل کړي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې خبرداری ورکړی چې د مرګ‌ژوبلې کچه ښایي زرګونو ته ورسېږي.