پاکستاني رسنۍ وايي، د خيبر پښتونخوا په بر چترال سيمه کې د اوبو يو طبعي يخچال نړېدلی چې له امله يې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، يو ماشوم نادرکه شوی او لسګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.
د پاکستان سماء تلويزيون په يو راپور کې ويلي چې نن غرمه مهال د بر چترال په سوریچ سيمه کې چې د چترال تر ټولو لرې پرته سيمه ده، د اوبو يو طبيعي یخچال را نړېدلی او ورسره شدید سيلابونه راوتلي دي.
په پاکستان کې بېړنيو پېښو ته د رسېدو (۱۱۲۲) ډلې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ ويلي چې دغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي، دوه ټپيان دي، يو ماشوم نادرکه شوی او شاوخوا ۴۵ کورونه يې هم ويجاړ کړي دي.
په سيمه کې د ژغورنې عمليات روان دي او اټکل دی چې مالي او ځاني زيانونه به تر دې هم لوړ وي.