خبرونهنړۍ

د ناټو غړو هېوادونو اوکراين ته اېف ۱۶ جنګي جېټ الوتکې ورکړې

له روسيې سره د جګړې د دوام او د خپل هوايي ځواک د پياوړتيا په موخه د ناټو غړو هېوادونو اوکراين ته لومړنۍ اېف ۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړې. له دغو جېټ الوتکو د ګټې اخېستو لپاره په تېرو څو مياشتو کې اوکریني پيلوټان هم روزل شوي وه.
که څه هم اوکرايني چارواکو په رسمي توګه په دې اړه څه دي ويلي خو د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي وړاندې په يو بيان کې ویلي و چې دغه الوتکې به له اوکرایینیانو سره مرسته وکړي چې هوا یې پر مخ خلاصه شي.
تر دې وړاندې اوکراین د روسیې د هوايي بریدونو دفاع ځکه نه شوه کولی چې يوازې له شوروي اتحاد ورپاتې سوو-۲۷ او مېګ-۲۹ الوتکو څخه یې ګټه اخېستې چې يوازې په تېره مياشت کې مسکو دا ډول پنځو الوتکو د ويجاړولو ادعا کړې وه.
بلخوا د لیتوانيا د بهرنیو چارو وزیر ګابریلیوس لینډبرګیس اوکراین ته د جېټ الوتکو ورکړې ته په اشارې ويلي چې يو ناممکن کار په بشپړ ډول ممکن شو.
که دا خبر تائید شي، نو د دغو جنګي جېټ الوتکو راتګ به د اوکرایین د هوايي دفاعي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وي.