
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر یسرایل کاتز د ترکیې ولسمشر په دیکتاتورۍ تورن کړ او وايي، رجب طیب اردغان پرمختللې ترکیه د بربادۍ خواته بیایي.
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «اردغان د مصطفی کمال اتاترک هغه میراث د نابودۍ خواته بیایي چې د یوې پرمختللې ترکیې د بنسټ ډبره یې ایښې وه.»
بلخوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د یسرایل کاتز د خبرو په ځواب کې هغه ناروغ بللی دی.
هاکان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:« یسرایل کاتز د دې پرځای چې په بهرنیو چارو وزارت کې په خپل کار مصروف شي، زموږ هېواد او ولسمشر ته د سپکاوي الفاظ کاروي چې دا واقعا یوه ناروغي ده. د اسرایل په کابینه کې د دا ډول شخص موجودیت چې د افترا او دروغو خپرولو عاشق دی، د نتنیاهو د کابینې لپاره بې عزتي ده.»
د اسرایل او ترکیې د دغو چارواکو ترمنځ دا لفظي شخړه په ایران کې د اسرایلو د حماس غورځنګ د سیاسي برخې د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته پیل شوې ده.