افغانستانخبرونه

په کندهار کې دوه زنداني خبریالان خوشې شول

د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې په کندهار کې سیمه‌ییز خبریالان محمدابراهیم محتاج او محمدیار مجروح خوشې شوې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د محتاج او مجروح له خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي دي چې د دغو دوو خبریالانو پر وړاندې د غیر رسنیز تور طرحه څرګنده نه وه او له طالبانو یې غوښتي چې د خبریالانو حقونو ته درناوی او پر وړاندې یې له فشار راوړلو ډډه وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان خبریالانو مرکز ته منلې چې محمدابراهیم محتاج او محمدیار مجروح خوشې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو دوو سیمه‌ییزو خبریالانو نیونه له رسنیزو چارو سره تړاو نه لاره.

ورته مهال، په کندهار کې یو خبریال چې د دغو دوو خبریالانو قضیې یې څارلي د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې محتاج دوه ورځې وړاندې خوشې شوی دی.

د یادونې ده چې طالبانو مجروح د روان کال د سرطان پر ۲۷مه او محتاج د اسد پر ۷مه په کندهار کې نیولي وو.