د اوکراین ولسمشر وايي، دا هېواد هڅه کوي چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه يو ائتلاف وکړي چې د روسيې د توغندیزونو بریدونو مخه ونیول شي خو لویديځ له روسیې سره د کړکیچ له زیاتیدو ویره لري.
راشا ټوډی ورځپاڼې د ولاديمير زېلنسکي له قوله خبر ورکړی چې دغه هېواد په دې هڅه کې دی چې لودیځ هېوادونو او د ناټو پر غړو فشار راوړي چې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره په جګړه کې مستقيمه برخه واخلي، د روسیې بې پيلوټه الوتکې او توغندیز بریدونه شنډ کړي خو کييف تراوسه د دغو زبرځواکو هېوادونو څخه کوم مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.
زېلانسکي ويلي: «موږ د اوکراین له ملاتړو غواړو چې د روسیې توغنديز بریدونه ځواب کړي خو لویديځ له روسیې سره له مخامخ کېدو ډار لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین د يوه کال د پرلپسې غوښتنو وروسته يوازې څو ورځې وړاندې اوکراین ته د امریکا او ملاتړو لخوا يې څو دانې اف-۱۶ جېټ الوتکې ورکړل شوې چې دا د اوکراین په جګړه کې د روسیې خلاف تر ټولو ستره وسیله وګڼل شوه.