د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د پولیسو په موتر د سرک غاړي ماین چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا مرګ ژوبله نلري.
د پېښور ورسک سیمې د پولیسو مشر ارشد خان خبریالانو ته وویل: د مهترا تاڼې د پولیسو موټر چې د پولیسو له عمومي مرکز څخه تاڼې ته روان و پر لاره پرې د سرک غاړې ماین چاودنه شوې.
هغه وویل: له سیمې څخه راټول شوي شواهد ښیي چې شاوخوا لس کېلو چاودیدونکي بارودي مواد ځای پرځای شوي ول او د ریموټ کنترول په واسطه چاودنه ورکړل شوې خو له نېکه مرغه ټولو چاودېدونکو توکو چاودنه نده کړې، کنه ډېر زیان به یې اړولی وای.
په خیبر پښتونخوا کې په دې ورستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي، د چارو کارپوهان وایي چې د پاکستان پوځ لخوا پاکستاني طالبانو ته د خوارجو فتنه نوم ورکول او ددې ډلې پر وړاندې سخت دریځ نیول ممکن په پښتونخوا او نورو سیمو کې تشدد او بریدونه لا زیات کړي.