د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، دوی له اسرائیل او ایران سره مخامخ خبرې پيل کړي چې په منځني ختيځ کې دې شخړو او کړکېچ ته دوام نه ورکولي ځکه دا په سیمه کې د نا امنۍ، بې ثباتۍ او د جګړو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
دی وايي، د دغې چارې دوام به په سیمه کې بې ثباتي لا پسې ډېره کړي.
بلخوا ویل کېږي چې په غزه کې د اوربند په اړه اسرائيل او حماس غورځنګ مهمې هوکړې ته نږدې شوي او تمه شته چې ژر تر ژره به هوکړه ترسره او اوربند به رامنځته شي.