خبرونهسیمه

ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: غزه کې اوربند او اسرائیلو ته سزا ورکول، دواړه تر کار لاندي دي

په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت د استازولۍ دفتر په یوه بیان کې پر اسرایلو له برید څخه ډډه کول رد کړي دي.

د ایران اسلامي جمهوریت ددولتي خبري اژانس د راپور له مخي، په ملګرو ملتونو کې د ایران اسلامي جمهوریت د استازولۍ دفتر د ځینو خبري رسنیو د هغو راپورنو په غبرګون کې چې حماس اعلان کړی دی که په غزه کې اوربند ته ورسېږي د ایران اسلامي جمهوریت به د اسرایلو سهیونیستي رژیم ته له ځواب ورکولو څخه تېر شي اعلان وکړ: موږ پر دوو لومړیتوبونو کار کوو لومړی، په غزه کې د اوربند رامنځته کول او له سیمې څخه د اشغالګرو ځواکونو ایستل دوهم، د هغه متجاوز مجازات چې اسماعیل هنیه یې په شهادت رسولی دی او د اسرایلو سهیونیستي رژیم دداسي کړنو له تکرار څخه پښېمانه کول.