د جرمني رسنيو راپور ورکړی چې د روان ۲۰۲۴ میلادي کال په تېرو نږدې اتو مياشتو کې په دغه هېواد کې پر چاقوګانو د وهلو پېښې ثبت شوي دي.
په داسې حال کې چې د آلمان فدرالي پولیسو د تیر کال د همدې مودې په پرتله د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د چاقو د بریدونو په پیښو کې د زیاتوالي خبر ورکړی دی، د کورنیو چارو وزارت په اجنډا کې د دې ډول وسلو د لیږد لپاره مقررات سخت شوي دي.
د آلمان د ډي ویلت ورځپاڼې په حواله، د آلمان فدرالي پولیسو د تېر کال د همدې مودې په پرتله د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د چاقو د تشدد ډیرې پیښې ثبت کړي دي. د آلمان د کورنیو چارو فدرالي وزیره نانسي فایزر غواړي له دې مسلې سره د مقابلې لپاره د اقداماتو یوه بسته وړاندې کړي.
د آلمان د فدرالي پولیسو په عملیاتي ساحه کې د خپرو شویو شمیرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمايي کې د چاقو شاوخوا ۴۳۰ پېښې ثبت شوې دي.
دا خبر د آلمان د فدرالي پولیسو احصایو ته په اشارې سره ترلاسه شوی چې د بېلډ مجلې د شنبې په ورځ راپور خپور کړی دی.
د دغې مجلې د راپور له مخې، د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۹۱ پېښې ثبت شوي چې ټول کال ۷۷۷ پېښې اټکل شوي دي.
د دې راپور پر بنسټ، په اوسنیو احصایو کې د پیژندل شویو شکمنو کسانو له نیمایي څخه زیات آلماني پاسپورټونه نه لري. د دغه رپوټ له مخې تر ټولو زیات غیر جرمن مجرمین له افغانستان او شمالي افریقا څخه راغلي دي. د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اورګاډي په تمځایونو کې د چاقو د تاوتریخوالي ۴۶۷ پېښې ثبت شوي دي.