خبرونهنړۍ

اوکراییني ځواکونه نیږدې ۳۰ کیلومتره د روسې خاورې ته ننوتلي

اوکرایني ځواکونه نیږدې ۳۰ کیلومتره د روسې خاورې ته ننوتلي، دا د ۲۰۲۲ کال د فبروري میاشتې راپه دېخوا له کله نه چې روسي ځواکونو پر اوکراین پوځي یرغل کړی لومړی ځل دی چې اوکرایني ځواکونه د روسیې په خاوره کې دومره پرمختګ کوي.

په داسي حال کې چې شپږ ورځې کېږي د روسیې په کورسک سیمه کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده، د روسیې دفاع وزارت وایي چې روسي ځواکونه د تولپینو او اوبچې په کلیو کې له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د کیېف رژیم خپل ترهګریز فعالیتونه روان ساتلي چې موخه یې د روسیې د سوله ییزو وګړو ‌ډارول دي.

د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روسیې کورسک سیمې ته یې د دښمن د ځواکونو او زغروالو پوځي ټانکونو د ننوتلو مخه ډب کړې.

یاد وزارت دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۳۰ اوکراییني ځواکونو د وژلو او ۳۸ زغروالو ګاډو د لمنځه وړلو ادعا کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د یکشنبې په شپه د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د کیېف ښاروال ددغه ښار وکړو ته د هوایي بریدونو خبرداری ورکړی او له وګړو څخه یې غوښتي دي چې په پټنځایونو کې پاتي شي.