د کابل امنیه قومانداني وایي، د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند، دشت برچي سیمه کې د ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه تېره ورځ مازدیګر د مسافر وړونکو په یوه مرسیډیز موټر شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني ویاند خالد ځدران ویلي چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دی.
هغه ویلي چې دغه موټر کې ټول ملکي کسان سپاره وو.