خبرونهسیمهنړۍ

د پاکستان په کراچۍ کې د هوايي ډزو پرمهال ۹۵ کسان ټپيان شوي

پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د هوايي ډزو پرمهال چې د خپلواکۍ د جشن نمانځلو پرمهال شوي، ۹۵ کسان ټپيان شوي دي.

د کراچۍ د پوليسو يوې ډاکټرې سمعيه د پاکستان جیو نيوز ته ويلي چې تېره شپه د کراچۍ ښار مختلفو برخو کې خلکو هوايي ډزې کړي چې پرمهال يې روغتونونو ته د همدغو ډزو له امله ۹۵ ټپيان را وړل شوي دي.

هغې ويلي، په دغو کسانو کې له ۵ کلن ماشوم څه تر ۷۵ کلن سپين ږېري پورې کسان شامل دی.

پرون په پاکستان کې د دغه هېواد د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه، پاکستان په 1947ء  کې له انګریزانو خپلواکي اخېستې وه.