د کاناډا حکومت په افغانستان کې د طالبانو د درې کلن حاکميت په تړاو يوې خپرې کړې اعلامیه کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او موجودیت په تړاو اندېښنه شریکه کړې ده.
کاناډا ويلي چې افغانستان يو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر خوندي پټنځای بدل شوی او د دغو ډلو شتون د افغانستان په ګډون سيمې او نړۍ ته ګواښ رامنځته کولی شي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملني جولي ، د کډوالو چارو وزیر مارک مېلر او د نړۍوالې پرمختیايي چارو وزیر احمد حسین پرون پنجشنبه (د اګسټ ۱۵) په یوه ګډه بیان کې ویلي چې، په افغانستان کې د تروریستي ډلو حضور د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ناوړه پایلي لري.
په دغه ګډ بیان کې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ په درې کلونو کې د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم څرګندونې شوي دي.
د بیان په یوې برخه کې راغلي چې: «په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ درې کاله تېر شول. پهدې موده کې د ولسواکۍ، بشري حقونو او پوهنې په برخه کې د دوو لسیزو لاستهراوړنې لهمنځه ولاړې، ښځې او نجونې په خپلو کورونو او ټولنو کې بندیانې شوي او د روښانه راتلونکې لپاره هیلې یې کمې دي.»