د طالبانو ویاند وایي، رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند عربي متحده اماراتو ته د صحي معایناتو په موخه تللی او هلته یې د یاد هېواد د د دولت رئیس محترم محمد بن زاید آل نهیان د روغتیا پوښتنه کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړي دي.
هغه لیکلي، په دې لیدنه کې د کوربه هېواد ولسمشر د رئیس الوزراء د صحت د پوښتنې تر څنګ یاد هېواد ته د نوموړي د ورتګ له امله خوښي وښوده او وې ویل: «متحده عربي امارت د ورور هېواد په توګه د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د افغان ملت تر څنګ ولاړ دی.»
د یادونې ده چې په دغه سفر کې د طالبانو یو بل ارشد غړی انس حقاني هم له رئیس الوزرا سره مل دی.