عربي رسنۍ وايي، ملګرو ملتونو په غزه کې له د جګړې له ښکېلو خواو څخه د ماشومانو ته د پوليو واکسین د تطبیق په موخه د اووه ورځني اوربند غوښتنه وکړه.
د معلوماتو له مخې، ملګرو ملتونو ويلي چې اوسمهال په غزه کې ۶۴۰زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان د پوليو واکسین ته اړتیا لري که اوربند وشي نو دغو ماشومانو ته به د پوليو واکسین تطبیق شي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې په فلسطیني خاوره باندې د اسرائیل د بریدونو او بمباریو په پایله کې هره ورځ ماشومان وژل کېږي او حتی د فلسطينیانو د نسل وژنې هڅه روانه ده.