د بشر پالنې د نړیوالې ورځې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو مشر ویلي، پر افغان ښځو وضع شویو محدودیتونو له امله د مرستې رسونې چارې د نوو ننګونو سره مخ شوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ځانګړي استازي او د بشري چارو همغږي کوونکي اندریکا راتواتي پر خپله فېسبوک پاڼه په یوه وېډیو کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې په سلګونو د بشري چارو کارکوونکي د مرستو د رسولو پر مهال مړه او یا ټپیان شوي دي.
هغه ویلي: «افغانستان د اوږدې مودې راهیسې د بشري مرستو رسوونکو ته یو د خطرناکو ځایونو څخه دی. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه هیواد کې جګړه پای ته رسیدلې، پر افغان میرمنو باندې محدودیتونو له امله په عام ژوند کې د ښځو او نجونو ګډون محدود شوی، چې یو نوې ګواښ یې رامخې ته کړی دی.»
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړې چارواکي ویلي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې افغان میرمنې د ملا د تیر په څیر اهمیت لري. هغه ویلي چې افغان میرمن په دغه هیواد کې د شتو ګواښونو او ننګونو سره سره اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو په برخه کې څه یې چې توان کې اوسي ترسره کوي.
د یادونې ده چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په وروستیو کې افغان میرمنې او نجونې په غیر حکومتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د کار څخه منع کړې.