افغانستانخبرونه

کندهار کې د امارت پېژندنې په نوم کتاب د نصاب برخه ګرځي

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر نن سه شنبه د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۹۵ ښوونځیو او ۲۱ دیني مدرسو ته د «امارت پېژندنې» کتاب د وېشلو اعلان وکړ

د طالبانو د کندهار د والي دفتر په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې « نن سه شنبه د زمري په ۳۰مه مو په کندهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د امارت پېژندنې کتاب د ښوونځیو زده کونکو ته د ازموینې د اخېستلو په موخه ووېشل»

طالبانو تر دې وړاندې هم د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د «امارت پېژندنې» ازموینه اخیستې ده.

د طالبانو امارات پېژندنې په کتاب کې د خپلو مشرانو او پېښو په اړه په معلوماتو کې لاسوهنه کړې ده او طالبانو په دې کې د خپلو مشرانو او هېواد کې د شویو پېښو په اړه خپل تبلیغات ځای پر ځای کړي دي.

طالبان د دې کتاب په خپرولوسره هڅه کوي، چې د دې ډلې په اړه د خلکو نظر بدل کړي او په دې اړه معلومات ورکړي.

طالبانو په ۱۴۰۰ میلادي کال کې د افغانستان د واک له اخیستو راهیسې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي، نجونې یې پوهنتون ته له تګ څخه منع کړې او پر ښځو یې سخت بندیزونه لګولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *