د طالبانو ستره محکمه وایي، په خوست ولایت کې هغه کس ته په عام محضر کې تعزیزي سزا ورکړه چې اسلامي مقدساتو ته یې توهین کړی و.
د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلی چې یاد کس د ابتداییه محکمې د عامه امنیت دیوان له پرېکړې وروسته ۳۹ درې ووهل شو.
د یادونې ده چې ترې دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته تعزیزۍ سزاګانې ورکړل شوې دي.