د رسنیو د راپورنو لمخې په پاکستان کې ګڼې بهرنۍ او کورنۍ کمپنۍ د بندېدو په حال کې دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې دغه کمپنۍ په پاکستان کې د سوداګرۍ لپاره د مناسبو شرایطو نشتوالي، مالیاتو زیاتوالي، د برېښنا بیې خورا لوړوالي او د انفلاسیون له امله د خلکو د پېر په وړتیا کې د کموالي له امله خپل کاروبارونه پلوري او یا یې بندوي.
په دې ورستیو کې فرانسوي (ټوټل انرژی) کمپنۍ چې په پاکستان کې له ۸۰۰ څخه د زیاتو تېلو پمپونو شبکه لري، خپله ۵۰ سلنه سوداګري د ۲۶.۵ ملیونه ډالرو په ارزښت د سویس (ګنور ګروپ) ته پلورلې ده.
همدا رنګله، شیل انرژي لا دمخه د سعودي یوه شرکت (وافي انرژي) ته د خپلې ۷۷.۴۲ ونډې پلورلو تړون لاسلیک کړی دی.
دغه راز ګڼو نورو مخابراتي، د دوا جوړولو او صنعتي شرکتونو یا خپلې ونډې پلورلې او یا د کمپنیو بندولو پر لارو چارو غور کوي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي چې په پاکستان کې د بهرنیو کمپنیو تر څنګ، کورنۍ تجارتي او صنعتي کمپنۍ هم د بندېدو په حال کې دي او یا یې کاروبارونه د پخوا په پرتله خورا محدود کړي دي. دوی وایي د پاکستان حکومت له لوري د ډول، ډول مالیاتو له لګولو وروسته، د خامو موادو، برېښنا او عملیاتي لګښتونو په بیو کې لوړوالی راغلی چې له امله یې تولیدي او خدماتي کمپنیو د خپلو توکو او خدماتو په بیوکې زیاتوالی راوستی دی، چې د بیو د زیاتوالي له امله د خلکو د پېر توان کم شوی دی، نو کله چې خلک توکي او د کمپنیو خدمات ونشي پېرلای، طبعي خبره ده چې کمپنیانې تاوان کوي او د تاوان په صورت کې کمپنۍ څرنګه کولای شي خپل فعالیت جاري وساتي؟
په پاکستان کې ډېرې کمپنۍ د تاوانونو له امله یا خرڅلاو ته وړاندې شوې او یا بندېږي.
د یادولو وړ ده چې پاکستان له نړیوال بانک او ګڼو بهرنیو هېوادونو څخه سلګونه ملیارده ډالره پوروړی دی، چې د آی ایم ایف د شرایطو پر اساس یې پر خلکو مالیې زیاتې کړې او د برېښنا قیمت یې څو برابره لوړ کړی دی.