
کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د چین د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د پاک-چین د ستراتیژیکو خبرو په غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته سفر وکړ.
نوموړي چې پرون يې په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و، د کابل له دورې وروسته اسلام اباد ته په درې ورځني سفر تللی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي چې وانګ يي به د پاک-چین د ستراتيژیکو خبرو په شپږمه غونډه کې د ګډون سربېره د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ګډه د دغې غونډې مشري وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستيال او د بهرنيو چارو وزیر استحاق ډار هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې وانګ يي پرون له کابل څخه اسلام اباد ته ور رسېدلی او هغه يې په نور خان هوايي اډه کې ښه راغلاست ویلی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ويلي: ((خوشاله یم چې د خپل ګران دوست وانګ يي کوربه يم، موږ پرون په کابل کې سره ولیدل او په مهمو موضوعاتو مو خبرې وکړې.))
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر ویلي چې وانګ يي به نن د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.