افغانستانخبرونه

د چین د بهرنيو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل

کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي چې د چین د بهرنيو چارو وزیر په کابل کې د طالبانو د کورنيو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.

د دغه وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وايي، سراج‌الدین حقاني پرون په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي او مل پلاوي سره وکتل.

د هغه په وینا په دغه ناسته کې ښاغلي حقاني د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي وبللې او چین یې داسې ګاونډی یاد کړ چې تل یې افغانستان سره نېک تعامل ساتلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په دغه ناسته کې ويلي: ((زموږ او د افغانستان اړیکې په تاریخ کې ژورې رېښې لري. په ناسته کې د امنیت، مخدره موادو پر ضد مبارزې، د ګډو پولو د امنیت او سرحدي ځواکونو د همغږۍ، د سوداګرۍ، کرنې او روزنیزو پروګرامونو په اړه بحث او خبرې وشوې.))

د یادولو وړ ده چې د چین د بهرني چارو وزیر پرون په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی و.