شنونکي: د اسلام اباد غونډه د امریکا لوبه ده او زلمی خلیلزاد ورته کمپاين کوي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
يو شمیر افغان سیاسي شنونکي وايي، په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د مخالفینو جوړېدونکې غونډه د امریکا لوبه ده او زلمی خلیلزاد ورته د کمپاين ترڅنګ پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره ځینې څرګندونې کوي.
ټاکل شوې، د روانې اګست میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربتوب د طالبانو د حکومت د مخالفو څېرو يوه غونډه جوړه شي او په افغانستان کې د طالبانو د روان بشري سرغړونو او نورو مسایلو په تړاو په کې بحثونه وشي.
پخواني امریکايي ديپلومات او د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ په پاکستان کې د طالبانو د مخالفینو د جوړېدونکې غونډې څخه چې اسلام اباد يې کوربتوب کوي پرده پورته کړه.

هغه وويل، پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو د نظام مخالف سیاسي او جهادي مشران او مدني او د ښځو د حقونو فعالان راټولوي او د طالبانو پر ضد غونډه جوړوي. خلیلزاد د پاکستان له لوري د تېرو افغان حکومتونو په تړاو د پاکستان له لوري د دا ډول غونډو جوړېدو ته په اشارې سره اندېښنه شریکه کړه چې پاکستان د افغانستان لپاره پاک نیت نه لري او نوې لوبه پيلوي.
خلیلزاد پرون يو ځل بیا د پاکستان غونډې ته بلل شويو کسانو ته په پيغام کې وويل چې د طالبانو مخالفت د دوی حق دی خو د (ISI) له لوري جوړېدونکې غونډې د ګټې پرځای تاوان لري.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: ((زه ستاسې دا حق درڅخه منم چې د خپلو عقایدو ملاتړ وکړئ. په حقیقت کې، زه هم د افغانستان د اوسني وضعیت او اوسنیو چارواکو په اړه ستاسې له ډېرو اندېښنو سره موافق یم. خو د آیاېسآی هدف دا نه دی چې یو خپلواک، ازاد، متحد او قوي افغانستان ولري، بلکې برعکس، هدف یې بل څه دی. د افغانستان په اړه یې سابقه وګورئ، او دا هم وګورئ چې په پاکستان کې څه کوي.))
خو ځینې افغان شنونکي وايي چې دا لوبه د امریکا ده، پاکستان يې یوازې تنظموونکی دی او زلمی خلیلزاد دغې لوبې ته کمپاین کوي.
سیاسي شنونکی، لیکوال او مبصر خوشال خلیل په دې باور دی چې د اسلام اباد غونډه د پاکستان ابتکار نه دی، بلکې دا د امریکا لوبه ده او زلمی خلیلزاد ورته کمپاين کوي.

نوموړي زلمي خلیلزاد ته غبرګون کې لیکلي: ((دا د پاکستان ابتکار نه دی، نه پاکستان په خپل سر داسې کولای شي. دا د جمهوريت پر مهال د هغو ترکيبونو په څير دی چې غربي سفارتونو به کابل کې د انتخاباتي او سولې پروسو د کنټرول لپاره جوړلې، دا ناستې له ترکیې تر قطره د امريکا په ملاتړ کېږي، خليلزاد عارفانه تجاهل کوي هسې دا غټوي او طالبان پرې ډاروي.))
د نظر خاوند او سیاسي مبصر کبیر حقمل د خلیلزاد د دغو څرګندونو په غبرګون کې ويلي، د پاکستان له راتلونکې ناستې سره د سل په سله مخالفت تر څنګ باید زلمي خلیلزاد ته وويل شي چې دا پیغام ولې هغه وخت مهم نه و، چې د پاکستان په يؤ هوټل کې آی اېس آی د لومړي ځل لپاره له تا سره طالب مشران کېنول او بیا دې له هغو خلکو سره ډیل وکړ.

دی وايي: (( طالبانو یوهٔ یې هم پرته د آی اېس آی له اجازې له تاسره د خبرو او قطر ته د پرواز حق نه دلودهٔ؟ دا کیسه هغه وخت ولې مهمه نه وه، چې په دوحه کې به طالب مشران ستا له میټنګه د وقفې په نامهٔ ووتل او هلته به یې د آی اېس آی له استازي سره مشورې وکړې او بېرته به درغلل؟.))
دغه راز یو بل سیاسي شنونکی او ژورنالېست میرویس افغان هم په دې باور دی چې طالبان باید له دغې غونډې ډار ونلري ځکه پاکستان اوس خپله په ډېرو ستونزو کې ده او نه شي کولی چې په سیمه کې د تغیراتو رامنځته کوونکي رول ادا کړي.

دی وايي: ((د اسلام اباد له غونډې وېره نه ده په کار؛ داځل د اسلامي جهاد توپ د پاکستان له لاسه وتلی او د طالبانو لاس کې دی. اسلام اباد ته بلل شوي افغانان نه د افغانستان ولس پېژني او نه هم پاکستان اعتبار په کولای شي؛ یوازي د فشار یوه اله ده نور هیڅ نشته. دوی نه ځانمرګی کولای شي او نه زېړه ډبه جوړولای شي. دا د ایرکنډېشن؛ پنځه ستوریزه هوټلونو تش په نوم سیاسیون یوازي ځانونه شرموي نور هیڅ نشته. ))