د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما،نړیوال بانک، او د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې له استازو سره په ناسته کې په هېواد کې د بانکي خدمتونو پر پیاوړتیا او د بانکي بندیزونو پر لري کولو ټینګار وکړ.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند په دې غونډه کې د سوداګریزو وېزو په برخه کې د ستونزو په اړه وویل چې نړیوال بنسټونه دې ددې ننګونو د حل په برخه کې مرسته او پاملرنه وکړي.
نوموړي وویل، د افغانستان له بانکونو څخه باید محدودیتونه لري شي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې بېرته دې هېواد ته ورکړل شي.
هغه دغه راز له نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه نړیوال بانک څخه وغوښتل چې په هېواد کې د سړو خونو جوړولو او کرني په برخه کې مرسته وکړي.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او د هېواد پر بانکي نظام د بندیزونو له امله موږ له نړیوالې ټولنې او د نړۍ له هیوادونو سره ستونزې لرو، موږ نشو کولای خپلې پیسې له افغانستان څخه انتقال کړو، نومړي هیله څرګنده کړه چې په دې برخه کې ستونزې حل شي او بندیزونو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د یادولو وړ ده چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د امریکا متحده ایالتونو له لوري د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او د هېوادونو له لوري افغان سوداګرو ته د وېزو نه ورکول هغه ستونزې دي چې د سوادګرۍ او پانګونې په برخه کې یې ننګونې رامنځته کړې دي.