خبرونهنړۍ

روسیه: اوکرایني سرتیري د کیمیاوي وسلو په زده کړه بوخت دي

د روسیې د دفاع وزارت وايي، دقیق اسناد او مدارک یې ترلاسه کړي چې اوکرایني ځواکونه د لویدیځ جوړې توپخانه یي کیمیاوي وسلو د ګټې اخېستنې، چل زده کوي.
دغه وزارت د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان ته په یو بیانیه کې ويلي چې دغه سازمان دې د یادې چارې مخه ډپ کړي.
د دفاع وزارت دغه راز له یاد سازمان غوښتي چې باید د دغې چارې بې پرې پلټنه دې وکړي.
د روسیې د دفاع وزارت دا هم ویلي اوکراین د مولداوا هېواد له لارې ۲۰۰۰ امریکايي کیمیاوي وسلې ترلاسه کړې دي.