د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یو ځانګړي پروګرام له لارې یې د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ځینو الوتکو مالکیت یې اوزبیکستان ته انتقال کړی.
د امریکا غږ راپور له مخې، د دغو الوتکو مالکیت د اضافي دفاعي اکمالاتو(EDA) د پروګرام له لارې اوزبیکستان ته انتقال شوی دی. امریکا د دغه پروګرام له لارې اضافي دفاعي تجهیزات نورو بهرنیو هېوادونو او یا سازمانونو ته ورکوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د «افغانستان د اسلامي جمهوریت» د سقوط په مهال د پوځ لسګونه الوتکې اوزبیکستان ته انتقال کړل شوې.
د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین په دې اړه په خپل غبرګون کې ویلي دي چې «امریکا نورو ته د سمندر اوبه بخښي.»
طالبانو تر دې مخکې هم غوښتنه کړې وه چې یادې الوتکې بېرته د دوی په واک کې ورکړل شي.