خبرونهنړۍ

 د روسيې په يو ښار د اوکراین برید؛ ۵ کسان مړه او ۳۷ ټپيان دي

رسنۍ وايي، تېره شپه اوکرایني ځواکونو د روسیې په بلګراد ښار باندې بریدونه کړي چې پايله کې يې ۵ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.

روسيي رسنۍ وايي، اوکرايني ځواکونو په دغه برید کې له کلسټر بمونو ګټه اخېستې چې مړو کې يوه ښځه او ټپيانو کې ۶ ماشومان هم شامل دي.

روسيي رسنۍ وايي، په دغو بریدونو کې د ټپيانو له ډلې د درېیو ماشومانو او ۷ لويانو روغتيايي وضعيت خراب دی.

په دغو بریدونو کې دوه لوړ پوړیزې ودانۍ او ۹ موټرونه هم تخریب شوي دي.

بلخوا روسيي چارواکو ويلي چې په کرسک، بریانسک او بلګراد سيمو کې د اوکرايني ځواکونو د بریدونو ځوابي بریدونه روان دي.